ایکنا نیوز راپور راکړ، د «زینالاصوات» نومې قراني سیالیو د وروستي پړاو د ترسره کولو او د پروګرامونو د تشریح کولو په اړه خبري ناسته د تلې یا میزان دمیاشتې په ۵ ، د زینالاصوات سیالیو د لومړۍ دورې د قضاوت کونکی پلاوي د مشر د عباس سلیمي، او د دغې قراني پیښې د یو شمیر مسؤلانو په شتون سره د ایکنانیوز په کوربه توب ترسره شوه.
سلیمي د پروګرام په پیل کې د حضرت عبدالعظیم حسنی(ع) د مبارکې زیږیدنې په مناسبت مبارکي وویله او د دې ناستې او د سیالیو د ترسره کولو د مسؤلانو مننه ئې وکړه، وې ویل: د قران کریم «زینالاصوات» نومې لومړۍ عمومی سیالۍ به د «قرآن، د اهل ایمان کتاب» په شعار سره د چهارشنبې په ورځ، یعني د میزان د میاشتې په ۹ ،په قم المقدس ښار کې ترسره شي او د پنجشنبې په ورځ به ،یعني د میزان د میاشتې په ۱۰ ، په یو لړ مراسمو کې خپل غوره کسان معرفي کړي.
هغه زیاته کړه: دا سیالۍ د ټول هیواد د زدهکوونکو، محصلینو او دیني علومو د طلبه ؤ لپاره دي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامی نظام د راتلونکي جوړونکو او مدیرانو په توګه دي.
د زینالاصوات نومې سیالیو د لومړۍ پړاؤ د قضاوت پلاوي مشر ، د دغې پیښې د ملاتړي او ناظر په اړه وویل: دا سیالۍ د آیتالله العظمی سیستاني د محترم استازي د حجتالاسلام والمسلمین سیدجواد شهرستاني،په معنوي ملاتړ او د هیواد د څو کلتوري او قراني بنسټونو په ملګرتیا ترسره کیږي.
سلیمي د دې پیښې د ګډونوالوشمیر ته اشاره وکړه او وې ویل: په دې پړاؤ کې له ۳۱ ولایتونو څخه ټولټال ۱۶۸۶ کسانو ګډون کړی و، چې له دوي څخه ۹۴ کسانو وروستي پړاو ته لار موندلې ده.
هغه د سیالیو د څانګو په اړه وویل: سیالۍ د «تنکیو قاریانو»، «د ځوانانو د تحقیقي قرائت» او «دوهغږه قرائت یا قراني منافسه» په څانګو کې ترسره کیږي.
د زینالاصوات د لومړۍ پړاؤ د سیالیو د قاضیانو د پلاوي مشر په دوام وویل: د قران کریم د لومړي درجې او نړیوالو استادانو یوه ډله به د سیالیو قضاوت پر غاړه ولري.
هغه د دې سیالیو اوږدمهاله موخو ته اشاره وکړه او وې ویل: د آلالبیت(ع) موسسې مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې سیالیو د ترسره کولو موخه، د یو شمیر اتلانو له انتخابه ورهاخوا، د قراني کلتور خپرول، د ځوان نسل له قران سره اړیکه، د «قراني رسولانو» روزنه د ایران د اسلامي جمهوریت د روښانه څيرې نړۍ ته د معرفي کولو او له کلتوري بحرانونو سره د مقابلې لپاره ده.
https://iqna.ir/fa/news/4307374